د لاسرسي لېنکونه

د خوست ولایت چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو یو مشهور مشر ملک محمد عمر خان وزیر تېره شپه د نامعلومو وسله‎والو له‎خوا ووژل شو.

ملک محمد عمر خان وزیر له تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې اوسېده او په ځینو حکومتي غونډو کې به‌يې د وزیرستان په اړه د پاکستان د حکومت پر دریځ نیوکې کولې.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، ملک محمد عمر خان تېر ماخوستن په اتو بجو په خپله حجره کې چې د کور نه دباندې يې جوړه کړې وه، د نامعلومو وسله‎والو له لوري وژل شوی او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

مبارز ځدراڼ زیاته کړه، پولیس او کشفي ارګانونه ډېر ژر د پېښې ځای ته رسېدلي، خو تر اوسه د دې وژنې په تور څوک نه‎دي نیول شوي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تېره شپه اته بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په کمپ کې چې هلته وزیرستاني کډوال اوسېږي، د ملک محمد عمر خان وزیر په نوم د وزیرو د قوم یو ډېر مخور مشر د نامعلومو وسله‎والو له‎خوا په خپل استوګنځي کې په شهادت رسېدلی، زموږ امنیتي او کشفي ادارو په هماغه وخت د پېښې ځای ته ځان رسولی پلټنې او تحقیقات‌يې پیل کړي، خو تر دې دمه‌يې په تور څوک نه‎دي نیول شوي، ولې زموږ پلټنې او تحقیقات به جریان ولري."

څو ورځې وړاندې ملک محمد عمر خان وزیر ازادي راډیو سره په خبرو کې هم ویلي و چې دوی د پاکستان د شرطونو په رڼا کې خپلو سیمو ته نه‎شي ستنېدلای.

نوموړي زیاته کړې وه:

"زه نه دهشتګر یم، نه طالب یم، زه یو ملکي یم، مال، جایداد او کورونه مو هر څه هلته پرېښودل، اوس پاکستان وايي چې یو به داسې له خپل کور بل کور ته نه‌درومئ، بل به تجارت ازادانه نه‎شئ کولای، ځکه چې زموږ خو تجارت افغانستان سره وو، بل طالبان چې د چا په خاوره کې دماکه وکړي، دا ذمه واره به په تاسو باندې وي، نو دې ذمه واری ته زما په ګډون غاړه نه‌شو کېښودی."

د یادونې وړ ده، یو کال وړاندې د کډوالو یو بل مشر ملک ممید خان وزیر چې بنو ته تللی وو، د نامعلومو موټرسایکل سپرو له‌خوا د خپلو دوو زامنو سره یوځای ووژل شو، همدارنګه د حاجي جانان وزیر په نوم هم د کډوالو یو مشر د نامعلومو وسله‌والو له لوري تښتول شوی وو چې بیا د قومي مشرانو په هلو ځلو له څو ورځو بند وروسته بېرته خوشې شو.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG