د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د اروپايي ټولنې له‎خوا د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس د موافقې پاس کېدل تاریخي وبلل.

اوباما یوه ورځ وروسته له هغه چې د اروپا پارلمان دا موافقه تصویب کړه وویل چې راتلونکی نسل به د دې موافقې پاس کېدل زموږ د ځمکې په تاریخ کې د پرمختګ یوه نښه یادوي.

ولسمشر اوباما دا ټینګار هم وکړ چې د موافقې ټولې مننونکې ډلې باید د هغې د عملي کېدو لپاره لاس په کار شي او عملاً د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو مخنیوی وکړي او یوازې دا موافقه هم د نړۍ اقلیمي کړکېچ نه‎شي حلولای.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په نیویارک کې وویل چې د اقلیم په اړه دا موافقه به د نومبر له څلورمې وروسته د اجرا وړ وي.

د پاریس د اقلیم موافقه‌لیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر کې دوه سوو هېوادونو ته رسېدلی و چې د ۱۷۰ هېوادونو له‌خوا لاسلیک شو خو د لږ تر لږه پنځه پنځوسو هېوادونو تائید ته‌یې ضرورت درلود څو د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG