د لاسرسي لېنکونه

د جوزجان یو چارواکی په دې ولایت کې له طالبانو سره د ۲۵ محلي پولیسو د یوځای کېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې دغه پولیس په وروستیو درې ورځو کې په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې له طالبانو سره یوځای شوي دي.

ښاغلی غفوري وايي:

"هغوی «محلي پولیسو» له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې وه او ورسره یوځای شول."

ښاغلي غفوري زیاته کړه چې په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې یو شمېر پوستې هم طالبانو نیولې دي.

XS
SM
MD
LG