د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د پکتيا ډېری خلک وايي ۷۰ فيصده ښوونځي یې ودانۍ نه‎لري


د پکتيا ولايت په ډېریو سيمو کې خلک شکايت کوي چې د ښوونځيو لپاره کلونه پخوا ځانګړې شوې ځمکې يې لا هم ودانۍ نه‌لري او ماشومان‌يې دباندې لمر، باد او باران ته زده‎کړې کوي.

د خلکو دا شکايتونه د ولايتي شورا وکيلان هم مني او وايي، په ټوله پکتيا کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري، د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل ازادي راډيو ته وويل چې د مرکزي ادارې له لوري د پکتيا ۱۶ ښوونځيو جوړولو لپاره ځانګړې شوې بودجه په دغه کال کې نه‌ده مصرف شوې او نه کوم تعمير جوړ شوی دی، حال دا چې په لیرو پرتو سيمو کې اکثريت ښوونځي ودانۍ نه‌لري.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"دا واقعيت دی چې په لیرو پرتو سيمو کې خلک د ښوونځيو لپاره ودانۍ نه‎لري او ويلی شو ۷۰ سلنه تعمير نه‌لري او د تعمير نشتوالي له وجې ډېر ښوونځي له سقوط سره مخ دي او د سږ کال لپاره په پکتيا کې د ۱۶ ښوونځيو جوړولو ته بودجه ځانګړې شوې وه، خو تر اوسه پورې په پکتيا کې دغه بودجه نه‌ده مصرف شوې."

نوموړی زياتوي چې هر کال د بودجې پاتې کېدل او نه مصرف د ادارې په کمزورۍ دلالت کوي او غوښتنه کوي چې مرکزي اداره دې د پکتيا معارف ته د پاملرنې په هدف جدي اقدام وکړي او د ښوونځيو د تعميرونو جوړولو لپاره دې ګام واخلي.

د خلکو دا شکايتونه د پکتيا پوهنې رياست چارواکي هم تائيدوي وايي چې دوی وخت پر وخت د پوهنې وزارت سره د دې سيمې ستونزې شريکې کړې دي او د راتلونکي کال لپاره ورسره ژمنې شوې دي.

د پکتيا پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي وويل چې په پکتيا کې ۶۵ فيصده ښوونځي ودانۍ نه‎لري او دوی له مرکز سره د خلکو دا ستونزه شريکه کړې.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"ما مخکې هم وويل چې په پکتيا ولايت کې ۶۵ فيصده ښوونځي ودانۍ نه‎لري او په لیرو پرتو سيمو کې داسې ساحې شته چې موږ د ښوونځيو تعميرونو ته اشد ضرورت لرو او ما دغه ستونزې يادې کړې دي."

نوموړی زياتوي، وخت پر وخت او يو په يو به د ښوونځيو د تعميرونو د جوړولو لړۍ پيل کړي او د دې ستونزو هوارۍ ته به جدي پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG