د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د استقلال روغتون مشر صابر نصیب ازادي راډيو ته وویل چې دغه روغتون ته ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي چې دوه په‌کې مېرمنې دي.

یوې سرچینې ازادي راډيو ته د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې د ټپيانو په ډله کې د کانونو او پطرولیم وزارت ۶ تنه مأمورین هم شامل دي.

پخواني معلومات:

څو شېبې وړاندې د کابل ښار لوېدیځه څنډه د دارالامان په سیمه کې د ولسي جرګې پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه انتحاري حمله شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې یاده انتحاري حمله د کانونو او پطرولیم وزارت د مأمورینو پر کاسټر موټر رامنځته شوې چې څلور ملکي وګړې یې ټپيان کړي.

تر دې مهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې مخالفې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني معلومات

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د پخوانۍ ودانۍ سره څو شېبې وړاندې چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره خبرو کې چادونه تائید کړه خو د نورو جزئیاتو په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې دغې چاودنې مرګ ژوبله هم اړولې خو په دې اړه‌یې نور معلومات ورنه‌کړل.

داسې ویل کېږي چې دغه چاودنه د دارالامان پر سړک د دولتي مأمورینو پر کاسټر موټر رامنځته شوې ده.

په دې اړه تفصیل وروسته ...

XS
SM
MD
LG