د لاسرسي لېنکونه

د افغان سرې میاشتې او ښاروالۍ د والیبال لوبډلو سیالۍ د سرې میاشتې په بریا پای ته ورسېده.

د سرې میاشتې د بدني روزنې سپورټ رئیس احمد جاوید شرفي ازادي راډیو ته وویل، د سرې میاشتې او د ښاروالۍ د والیبال لوبډلو تر منځ د دې لوبو وروستۍ سیالي تر سره شوه چې په نتیجه کې یې د سرې میاشتې لوبډلې درې د صفر پر وړاندې ښاروالۍ لوبډلې ته ماته ورګړه او د لوبې بریا یې خپله کړه.

نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ چې «سره میاشت د ټولو لپاره» تر سرلیک لاندې جوړې شوي، هدف ترې د سرې میاشتې د ټولنې د اوونۍ یادونه وه.

د ده په خبره، په دغو سیالیو کې د نجونو د والیبال شپږو الف لوبډلو په‌کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG