د لاسرسي لېنکونه

ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ماین چاودنې له امله اته ماشومان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د جلال‎اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د بي بي حوا لېسې ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو هلک او اووه نجونې چې د ټولو عمرونه د نهو او دیارلس کلونو تر منځ و، ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، د یادې پېښې درې ټپيان عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوي چې تر لومړنۍ درملنې وروسته هغه هم کورونو ته لېږل شوي او د څلورو نورو ټپونه هم عادي وو.

د دې پېښې پړه تر اوسه هېڅ یوې وسله‎والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG