د لاسرسي لېنکونه

د کابل د دولسمې حوزې اړوند لسګونه اوسېدونکو نن مظاهره وکړه او د نوروز احمدزي په نوم کس‌یې د ځمکو په غصب تورن کړ.

مظاهره کوونکو ویل چې د احمدزي کسانو پرون د شینې په نوم کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ده له‎خوا یې د ځمکو د غصب مخنیوی کاوه.

د مظاهرې یو تن ګډون‎وال زین‌العابدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل:

"د نوروز په نوم یوه اجنبي په ۱۳۷۵ کال کې له ۹۷ جریبه څخه د ۹۷۰ جریبه ځمکې جعلي اسناد جوړ کړل. دا د شینې د کلي ځمکې یوه للمي او ابي برخه وه چې هم په‎کې کورونه، جومات او قبرستان شامل وو."

په خپله نوروز احمدزي د دې تورونو په اړه څه نه‌دي ویلي خو د کابل امنیه قومندانۍ وایي چې حکومت به دغه موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.

XS
SM
MD
LG