د لاسرسي لېنکونه

د روسيې په دوهم ستر ښار سانټ پیټرزبورګ کې له دې وروسته خلک مکلف دي چې په هرو درېیو میاشتو کې له بهرنیو ادارو سره د خپلو قراردادونو راپور وړاندې کړي.

د دې ښار د ادارې له‎خوا نن د تصویب شوي سند له مخې چارواکي باید له بهرنیو سازمانونو او کمپنیو سره د خپلو کتنو د موقیعت، نېټې او هدف په اړه یوه ځانګړې فورمه ډکه کړي.

د سانټ پیټرزبورګ د خلکو استازي مکسیم ریزنیک ازادي راډیو ته وویل، دا نوی سند د اوسپنیزې پردې په څېر دی.

د نوموړي اشاره د پخواني شوروي اتحاد پر مهال له بهرنیانو سره د روسانو پر تماس د حکومت سخت کنټرول ته وه.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د مسکو له‎خوا له روسيې سره د کریمیا د ټاپو وزمې تر الحاق وروسته د لوېدیځ او روسيې اړیکې له سړې جګړې وروسته حالت ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG