د لاسرسي لېنکونه

د فيلپين ولسمشر رودریګو دوترتي چې په سپینو خبرو کولو مشهور دی، ګواښ کړی چې له امریکا سره به د اوږدې مودې ائتلاف مات کړي او له روسيې او چین څخه به وسلې واخلي.

د فیلپین ولسمشر په سختو ټکو ویلي چې د امریکا ولسمشر فیلپین ته د وسلو له پلورولو انکار کړی دی.

رودریګو ډوترتي ولسمشر اوباما مخاطب کړی او ورته ویلي چې جهنم ته لاړ شه.

نوموړي ویلي، کېدای شي د خپلې واکمنۍ پر مهال له امریکا سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړي.

د فیلپین ولسمشر ویلي، ده خپل دوه جنرالان روسيې او چین ته استولي او روسيي مقاماتو ورته ډاډ ورکړی چې هېڅ خبره نه‌ده دوی ټول هغه لري چې فیلپین ورته اړتیا لري.

د فیلپین د مشر په خبره چین هم ورته ویلي چې راشئ موافقه لاسلیک کړئ او څه چې غواړئ درته استول کېږي.

سپینې ماڼۍ د فیلپین د جمهور رئیس څرګندونې کم اهمیته بللي او وايي چې دې هېواد تر اوسه له امریکا سره په خپلو اړیکو کې د کوم ډول بدلون غوښتنه نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG