د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې ده چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د هېواد نوي منتخب پارلمان ته وینا وکړي.

دا د تېرې سپټمبر میاشتې له پارلماني انتخاباتو وروسته د استازو د جرګې یا دوما د نویو منتخب شویو غړو لومړنۍ غونډه ده.

د ولادمیر پوتین په مشرۍ د متحده روسيې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې.

د متحده روسيې ګوند څخه وروسته درې نورو ګوندونو د روسيې په پارلماني انتخاباتو کې هم زیاتې رأیې وګټلې.

د روسيې کمونېست ګوند، لېبرال ډیموکرات ګوند او د عادلې روسیې ګوند هغه سیاسي ډلې دي چې کرېملېن ته نېږدې بلل کېږي او په وروستیو انتخاباتو کې يې له متحده روسيې ګوند وروسته زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي، د روسيې پارلماني انتخاباتو کې درغلي شوې او د سیاسي ګوندونو اساسي حقونو څخه سرغړونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG