د لاسرسي لېنکونه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په شاوليکوټ او میانشین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې راهیسې تر نن سهار پورې افغان امنیتي ځواکونو د شاوليکوټ ولسوالۍ په سپین نومې سیمه او د میانشین ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې تصفیوي علمیات کړي.

د خپلواک په وینا په دغو عملیاتو کې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې اته تنه وسله‎وال وژل شوي او اته نور په میانشین ولسوالۍ کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د خپلواک په وینا په دغو عملیاتو کې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې اته تنه وسله‎وال وژل شوي.

د خپلواک په وینا په دغو عملیاتو کې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې اته تنه وسله‎وال وژل شوي.

د خپلواک په وینا وژل شویو وسله‎والو کې د شاولیکوټ په سپین ساحه کې د یوې لوړې نقطې څخه په استفادې وخت ناوخته پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کولې.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د میانشین او شاوليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تصفیوي عملیات ترسره شوي دي اته وسله‎وال په شاوليکوټ په سپین نومې سیمه کې وژل شوي او د میانشین د لسمې ۱۱مې او ۱۲مې پوستو په ساحه اته وسله‎وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي."

خپلواک وايي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي او د وسله‎والو مخالفینو وسلې او مهمات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG