د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، روسیه پوهېږي چې په سوریه کې د تشدد د پای ته رسولو لپاره څه وکړي خو د ضروري ګامونو له پورته کولو ډډه کوي.

جان کري پرون سې شنبه په بروکسل کې څرګنده کړه چې مسکو باید د خپلو او د سوریې د پوځي الوتکو مخنیوی وکړي او د اوربند د ټینګېدو لپاره پر ملېشه ډلو بمباري بنده کړي.

امریکا روانه اوونۍ په سوریه کې د اوربند په اړه له روسیې سره خبرې بندې کړې.

جان کري وايي:

"روسیې په‎ دې اړه چې د اسد رژیم په ډېر ناوړه ډول په جګړه کې له وسلو کار اخلي، ځان غلی نیولی خو موږ به د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو هڅې جاري وساتو، موږ به د سوریې د ملاتړ ډلې، ملګرو ملتونو او څو اړخېزو غونډو له لارې هره ممکنه هڅه وکړو چې د پرمختګ لار پیدا شي."

جان کري همداراز وویل چې امریکا او اروپا په اوکراین کې هم د روسیې څرګند تشدد نه‎شي منلای.

XS
SM
MD
LG