د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدو لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د روسیې د جمهور رئیس یوه همکار یوري یوشاکوف پرون سې شنبه ازادي ته وویل چې پوتین به همداراز په استانبول کې د انرژۍ په نړیوال کنفرانس [World Energy Forum] کې وینا وکړي.

د انرژۍ نړیواله غونډه به د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې تر پنجشنبې وي.

د کرېمېلن ویاند ډېمېټري پېسکوف هم تر دې مخکې ویلي و چې ولسمشرانو پوتین او اردوغان به د روانې میاشتې په پيل کې سره وګوري.

د روسیې او ترکيې روابط تقریباً اوه میاشتې مخکې چې د ترکیې پوځ د روسیې یوه الوتکه وویشته، ترینګلي شوو خو په ترکیه کې د رژیم پر ضد د پوځ تر ناکامې کودتا وروسته، دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG