د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

بخښنې نړیوال سازمان: د کندز جګړې دوام به بشري ناورین پېښ کړي


د بخښنې نړیوال سازمان په کندز کې د جګړې د دوام په صورت کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ.

دې سازمان پرون سې شنبه وویل چې د کندز ښار زیات اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه او خوراکي مواد نه‎لري او روغتیايي خدمات فلج شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز له وسله‎والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په کندز ښار کې د خلکو له کورونو دې د سنګر په توګه کار نه‎اخلي او په‎ دې ډول دې د ملکي خلکو ژوند ته ګواښ نه‌زیاتوي.

په‎ دې سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکي حوریې مصدق پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، که د کندز ښاریانو ته خواړه، د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي امکانات برابر نه‎شي، ښايي بشري ناورین پېښ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوریې مصدق
د بخښنې نړیوال سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوریې مصدق

حوریه مصدق وايي:

"ملکي خلکو ته باید ضرر ونه‌رسېږي. هغوی ته باید خوراکي مواد، برق او د څښاک پاکې اوبه ورسېږي ځکه د جګړې پر مهال د بشري ناورین امکان موجود دی او د دې د مخنیوي لپاره باید حد اقل خدمات ورسېږي. دا د افغانستان د حکومتي ځواکونو او د حکومت د مخالفو وسله‎والو ډلو مسؤلیت دی."

د کندز ښار یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې د دوام په صورت کې به‌یې وضعیت لازیات خراب شي ځکه په ښار کې برق نه‌شته او د خوراکي موادو نرخ اسمان ته ختلی دی.

د ښار یوه اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې څرګند شي ازادي راډیو ته وویل چې دوکانونه بند دي او که جنګ پای ته ونه‌رسېږي، ماشومان ښايي ان له لوږې مړه شي.

کندز ښار
کندز ښار

د کندز ښار یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د دوو یا درېیو ورځو مواد لرو خو که جګړه دوام وکړي نو بیا خو ذخیره نه‎لرو. زموږ په ټوله منطقه کې یوازې یوه نانوايي پرون پرانیستې وه خو هغه هم چا ته ډوډۍ ورسېده چا ته ونه‌رسېده."

د دې په وینا، په هغو سیمو کې چې امنیتي پوستې دې، وضعیت زیات خراب دی او خلک له کورونو نه‎شي وتلای.

د کندز ښار یو بل اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"د مازیګر له لمانځه سره ټول خلک د کورونو زیرخانو ته ننوتل چا چې به خپل کور کې زېرخانه نه‌درلوده، د همسایه‌ګانو کورونو ته‌یې پناه وړې ده. زموږ په منطقه کې پوسته وه نو دلته ډېر راکټونه راتلل، زموږ په کوڅه کې دوه ماشومان ووژل شول، زموږ نارینه‌وو [د جومات په انګړ کې] خاورو ته وسپارل."

وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په ورځ پر کندز ښار حمله وکړه او د ښار تر منځه ورسېدل، خو د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ښار زیاتې برخې له وسله‎والو طالبانو نیولې دي.

ښاغلي دانش پر وسله‎والو طالبانو تور پورې کړ چې د خلکو له کورونو یې د سپر په توګه کار اخیستی او له ملکي سیمو پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش
د کندز د والي ویاند محمود دانش

محمود دانش زیاته کړه:

"دا د دولت مکلفیت دی چې د مظلومو ملکي خلکو امنیت ټینګ کړي، دا د دولت دنده ده چې د خلکو مال، ځان او ناموس ته پام وکړي او که دښمن د ملکي خلکو له کورونو کار اخلي، موږ په احتیاط ګام اخلو او داسې عملیات کوو چې ملکي خلکو ته ضرر ونه‌رسېږي."

په همدې حال کې د امریکا پوځ وايي چې ځانګړي ځواکونه‌یې د کندز ښار ته نېږدې ځای پر ځای شوي او د اړتیا په صورت کې به د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.

روېټرز خبري اژانس په کابل کې د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله دا خبر خپور کړی خو دا نه‎ده څرګنده چې څومره امریکايي عسکر سیمې ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG