د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د سوریې په شمالي ښار حلب کې په وحشتناک ډول د زیاتو شویو شخړو او ورانیو د مخنیوي لپاره د فوق العاده اقداماتو غوښتنه وکړه او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د دې شورا د ویتو د حق لرونکو غړیو صلاحیت محدود کړي.

ذید رعد الحسین نن د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې امنیت شورا باید داسې معیارونه تصویب کړي چې د اندېښنې وړ لکه د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جنایتونو او ډله ییزې وژنې د ترسره کېدو جدي مواردو کې غړي له دې منع کړي چې له ویتو څخه کار واخلي.

هغه زیاته کړه چې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو د ویتو د صلاحیت په محدودولو سره به ددې امکان برابرشي چې د سوریې وضعیت په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

دا ډول مخکینۍ هڅې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د اصلي متحدې روسیې له خوا ویتو شوې وې.

پرحلب د اوربند له ماتېدو راهیسې په دوو اونیو کې سخته هوایي بمباري شوې.

متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په اړه له روسیې سره خبرې ځنډوي.

واشنګټن مسکو تورن کړ چې هغه ژمنې یې نه دې پرځای کړي چې د اوربند د ټینګېدو په موافقه کې یې کړې وې.

د یوه بل خبرله مخې روسیه وایي، په دمشق کې یې د سفارت پرودانۍ یاغیانو د توپ ډزې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې په دغه برید کې چې یوه ورځ مخکې شوی، چاته زیان نه دی رسېدلی.

وزارت ویلي چې هغه ښایي له هغې سیمې شوی وي چې د دو تروریستي ډلو چې د بشارالاسد د ځواکونو پرضد جنګېږي، په ولکه کې ده.

XS
SM
MD
LG