د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د جلال‌اباد مظاهره‌چیان: د حکومت ړندو بمباریو ځوانان ختم کړل


ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو ځوانانو، قومي مشرانو او د جلال اباد ښار یو شمېر مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایتي شورا مخې ته د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې د هغه بمبار پر ضد مظاهره وکړه چې په کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغو مظاهره‎چيانو ويل له یوې خوا د داعش او طالب له ويرې خلک کډوالۍ ته اړ شول او له بلې خوا د حکومت ړندې بمبارۍ ورته ځوانان ختم کړل.

دغو مظاهره‎چيانو چې د اچین د پېښې قربانیانو انځورونه يې له ځانه سره لېږدول له ولسمشره غوښتنه کوله چې د نور دې د شینوارو ولسواليو څخه د جګړې کرښه ختمه کړي:

"ولسمشره شینواری وژغوره! موږ د بې ګناه وګړو وژل نه غواړو، مرګ پر هغو خلکو چې ولسي وګړي وژني."

د مظاهرې ګډون‎والو د جلال‎اباد ښار په پښتونستان واټ کې یو پریکړه‎لیک هم خپور کړ.

په دغه پریکړه‎لیک کې له مرکزي حکومته غوښتل شوي چې د اچین د پېښې قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري او د شینوارو ولسوالیو څخه دې د جګړې کرښه لرې کړي:

"لومړی: د اچین ولسوالۍ پېښې دې په لوړه کچه او په بې پري ډول پلټنه وشي او عاملين دې له ځنډ پرته د قانون منګولو ته وسپارل شي او په راتلونکي کې د دا ډول ړندو بمباریو نه ترسره کېدو ضمانت راکړل شي.

دویم : د اچین ولسوالۍ پېښې قربانیانو ته د بخښنې پر ځای هغوی ته دې مادي او معنوي غرامت ورکړل شي.

درېیم: د شینوارو ولسوالۍ د جګړې په تود ډګر بدلې شوي او په دې ولسواليو کې دې نور د جګړې اور بند شي او د دې سیمې د ابادۍ لپاره دې پام واړول شي."

د ولایتي شورا وکيل عبيدالله شینواري هم د مظاهره‎چيانو نیوکې او غوښتنې تائيد کړې او زیاته کړه چې د شینوارو د لوی قوم پریکړه همدا ده که مرکزي حکومت د دوی غوښتنې ونه مني نو ولسونه به د جلال‎اباد ـ تورخم لویه لاره د ټرافیکو پرمخ بنده کړي:

"دا فیصله چې وه دا د ټول شینواري قوم فیصله وه که زموږ دا غوښتنې ونه منل شي په راتلونکو شلو ورځو کې موږ به د جلال اباد او تورخم سړک د ټرافیکو پرمخ تړوو، تاسو وګورئ داعش شینواری وژني، طالب يي وژني نو حکومته ته خو د هغوی په ډول مه کېږه ته ولې عام خلک وژنې؛ زه د شینوارو د یوه وکيل په حیث دا په یقین سره وایم چې د دې پېښې ټول قربانیان ولسي او بې ګناه خلک وو."

تېره اوونۍ د اچین ولسوالۍ په تریلي سیمه کې د یوه حاجي پر کور هوايي بریدونه شوي و چې په یاده پېښه کې تر ۳۰ تنو پورې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم د ننګرهار ولایتي ادارې او امنيتي ارګانونو د یادې پېښې قربانيان داعشيان بللي وو، خو د ولس استازو، قومي مخورو او د یوناما ادارې هم دا منلې وه چې د اچین ولسوالۍ په پېښه کې ۱۵ تنه ولسي او بې ګناه خلک وژل شوي چې وروسته د ننګرهار ولایتي ادارې د دې پېښې د څېړنې په اړه یو پلاوی هم ټاکلی و خو تر اوسه د دې پلاوي وروستی ارزونې رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG