د لاسرسي لېنکونه

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د خوندي ساتلو او د جګړه ځپلو افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره باید د دې هېواد حکومت د فساد پر ضد خپله مبارزه غښتلې او ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې د فساد په اړه د شفافیت نړیوال سازمان تازه راپور وايي، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راپدې‌خوا په پنځوسو مواردو کې د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه وکړه چې د نړیوالو متخصصانو او مدني ټولنې د استازو په باور ۲۲ يې خورا مهم دي.

خو دا سازمان وايي، د دوی څېړنو ښودلې چې افغان حکومت له ۲۲ مواردو څخه یوازې په دوه برخو کې د فساد پر ضد اغېزمن ګامونه اخیستي دي.

د فساد پر ضد د ملي یووالي د حکومت یو اغېزمن ګام د تدارکاتو د ملي کمېسیون جوړول دي چې د شفافیت د نړیوال سازمان په وینا تر اوسه يې ۲۰۰ میلیونه ډالر له فساده ژغورلي او بل هم د فساد پر ضد د نوي عدلي مرکز تاسیس دی چې په لوړه سطحه د فساد دوسيې څېړي.

د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې په هدف افغان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم کړي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې په هدف افغان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم کړي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې په هدف افغان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم کړي دي.

دا سازمان وايي، افغان حکومت باید د وړتیا له مخې قاضیان وټاکي او د څارنوالانو د روزنې او ګومارلو پروسه چټکه کړي.

بله سپارښتنه‌يې دا ده چې په لویه څارنوالۍ کې باید مسلکي کسان په دندو وګمارل شي او دا اداره باید د لوړ رتبه چارواکو او سیاسیونو له نفوذه پاکه وي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د ملي یووالي حکومت باید د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو پر اساس ادارې جوړې کړي چې له کافي منابعو برخمنې وي.

دا سازمان دغه‌راز غواړي چې د افغان حکومت چارواکي، سیاسیون، قضايي او اجرايي مسؤلان خپلې شتمنۍ ثبت کړي او د ملي یووالي حکومت باید د فساد پر ضد مبارزه کې د مدني ټولنې رول ته اهمیت ورکړي.

د شفافیت نړیوال سازمان په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزې په اړه په داسې وخت کې خپله څېړنه خپره کړې چې نړیواله ټولنه د بروکسل په روان کنفرانس کې د همدې او نورو مسئلو په اړه د افغان حکومت پر تګ‎لاره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG