د لاسرسي لېنکونه

درې بریتانوي ساینس پوهانو د ۲۰۱۶میلادي کال د نوبل د فزیک جایزه وګټله.

دوی ته دغه جایزه د توپولوژیکي بدلون د مراحلو او د توپولوژیکي مراحلو د مادې د کشف د تیوري په خاطر ورکړل شوې ده.

د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ نن وویل چې ډیویډ تولیس، دنکن هلدن او مایکل کوستیرلیتځ د یوې ناپیژندل شوې دنیا ور پرانیستی چې ماده څه عجیب حالت غوره کولای شي.

په بیان کې ویل شوي چې دغو ساینس پوهانو د ډېرو پرمختللو اتصالي، مایعاتو او مقناطیسي فلمونو څخه په استفادې د مادې د غیر معمولو مراحلو او د هغې د حالت په اړه تحقیقاتو کې د ریاضي له عالي میتودونو کار اخیستی دی.

د فزیک جایزه د نوبل د شپږو جایزو دوهمه ده چې د څلورو نورو ګټونکي به یې راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

له دې مخکې د نوبل د طب جایزه یوه جاپاني ساینس پوه وړې وه.

XS
SM
MD
LG