د لاسرسي لېنکونه

د ۲۰۱۶ میلادي کال د نوبل جایزې ګټونکي ته د جایزې ورکولو لړۍ د طب په برخه کې د ګټونکي په اعلانولو سره پیل شوه.

د سویډن په استاکهلم کې د نوبل جایزې د وېش انسټېټیوټ، جاپاني پوه، د توکیو د ټکنالوژۍ د انسټېټیوټ استاد یوشي نورې اوسومي د ۲۰۱۶میلادي کال د طب برخې د ګټونکي په توګه وپېژاند.

د طب جاېزه یوه له هغو اتو جایزو څخه ده چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې اعلانېږی او وروسته دا ټولې جایزې د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ډسمبر په لسمه نېټه د هغو په وړونکو وېشل کېږي.

د نوبل جایزه چې اته میلیونه سویډني کرونه او له ۹۳۰ زره امریکایي ډالرو سره برابره ده تر ټولو اعتبار لرونکې علمي جایزه ده چې پوهانو، لیکونکو او فعالینو ته ورکول کېږي.

یوشي نورې اوسومي

یوشي نورې اوسومي

د نوبل جایزې بنسټ په ۱۸۹۵ میلادي کال کې د سویډني پانګه‎وال او کیمیا پوه الفرد نوبل د وصیت پر اساس کېښودل شو.

الفرید نوبل د ډینامېټ اختراع په خاطر ډېر پېژندل کېږي چې د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کېږي.

الفرد نوبل د ده له اختراع نه په پوځي کارولو ډېر اندېښمن وو او وروسته له هغه چې یوې ورځپاڼې ده ته د «مړینې د سوداګر» لقب ورکړ ډېر خواشینی شو او په خپل وروستي وصیت کې یې د خپلې پانګې په سلو کې ۹۶ سلنه، پنځو علمي جایزو ته ځانګړې کړه.

الفرد نوبل په خپل وصیت کې ولیکل چې د ده د پانګې ګټه دې په پنځو مساوي برخو ووېشل شي او هغو کسانو ته دې ورکړل شي چې فزیک، کیمیا، فزیولوژي یا طبابت کې کومه اختراع ولري، هغه لیکونکي ته چې د ادبیاتو په برخه کې یې تر ټولو ښه اثر کښلی وي او د سولې جایزه هغه چاته چې د ملتونو تر منځ‌يې د دوستۍ د راوستلو، د پوځي قوتونو د له‌منځه وړلو او یا کمولو او د سولې لپاره د غونډو د جوړولو یا ملاتړ لپاره د ښې زمینې په رامنځته کولو کې تر ټولو ښه او وړ کار کړی وي ځانګړې شي.

یوې ورځپاڼې ده ته د «مړینې د سوداګر» لقب ورکړ.

یوې ورځپاڼې ده ته د «مړینې د سوداګر» لقب ورکړ.

ویل کېږي، الفرد نوبل د هغه شخصي غوسې له امله چې له یوه ریاضي پوه سره‌يې درلوده، د ریاضي په برخه کې جایزه ونه‌ټاکله.

که څه هم چې د الفرد نوبل وصیت د نوبل جایزې بنسټ کېښود، خو پنځه کاله‌یې ونیول څو د نوبل ټولنه یا بنسټ جوړ شي.

په پای کې د ۱۹۰۱ میلادي کال د ډسمبر په لسمه نېټه د نوبل لومړنۍ جایزې ووېشل شوې.

په ۱۹۶۸ میلادي کال کې د سویډن د مرکزي بانک له‎خوا د اقتصاد برخې ته د نوبل جایزه، د جایزو په نوملړ کې ورزیاته شوه.

XS
SM
MD
LG