د لاسرسي لېنکونه

د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF وایي، د ایران اقتصاد د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په چټکۍ سره وده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي د اقتصادي ودې لپاره یو لړ اصلاحات مخ ته وړي.

په هغه بیان کې چې پرون ایران ته د IMF د کارکوونکو له سفر وروسته خپور شوی ویل شوي چې د تیلو تولید او صادراتو د دې هېواد اقتصاد په چټکۍ سره بېرته پردې هېواد د لویدیځ د لګول شویو بندیزونو مخکې حالت ته رسولی دی.

په عین حال کې د تیلو له سکتور پرته د کرنې د موټرو د تولید، د سوداګرۍ او ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د فعالیتونو زیاتوالی هم د دې سبب شوی چې د دې هېواد اقتصاد پیاوړی شي.

خو د پیسو د نړیوال وجهي صندوق کارکوونکو د بودجې د کسر د زیاتوالي او د بهرنیو اسعارو د ‌ذخېرو د کمېدو په ګډون د زیان منونکي وضعیت د راڅرګندیدو خبرداری هم ورکوي چې ښایي د ایران اقتصادي لاس ته راوړنو ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG