د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د ​"م.م​" امنیت شورا هڅه کوي سوریه کې اوربند له ماتېدو وژغوري


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هڅه کوي چې په سوریه کې کمزوری اوربند له ماتېدو وژغوري.

متحده ایالاتو له خپل لوري اعلان کړی چې په سوریه کې د اوربند د دوام لپاره به له روسيې سره په ګډه کار ونه‌کړي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټیفن دي مېستورا وايي، په سوریه کې د اوربند په اړه د روسيې او امریکا تر منځ د ډیپلوماتیکو هڅو پاتې راتلو خواشیني کړی دی.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازی سټیفن دي مېستورا
د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازی سټیفن دي مېستورا

خو نوموړي ژمنه کړې چې په سوله‌ییزه توګه د سوريې د شخړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د بندېدو لپاره به خپلو هڅونکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

فرانسه او هسپانیه وايي، د سوريې پر حلب ښار د هوايي بریدونو د بندېدو او اوربند د ټینګښت لپاره به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هڅو ملاتړ وکړي.

فرانسه پر سوريې تور لګوي چې په حلب ښار يې په بمباریو کې نړیوال روغتیايي مرکزونه په نښه کړي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازی ویتالي چورکین وايي، د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو له‌خوا د داسې پرېکړې مخالفت کوي چې د ده په خبره ترورېستانو ته د ازاد تګ راتګ زمینه برابروي.

ویتالي چورکین وویل د سوريې د شخړې پای ته رسولو غوره لار د ترورېستانو پر ضد د سختو او جدي ګامونو پورته کول دي.

ملګرو ملتونو د سوريې په ستر ښار حلب کې د سوريې او روسيې د هوايي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې له غوسې ډک عکس‌العمل ښودلی دی.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په سوریه کې د بیا اوربند لپاره هڅه کوي واشنګټن او مسکو پر یو بل تور لګوي چې په ډیپلوماتیکه توګه د سوريې د شخړې په پای ته رسولو کې يې ناغېړي کړې ده.

امریکا وايي، روسيې د سوريې د اوربند په مسئله کې خپلې ژمنې نه‌‎دي پوره کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، د سوريې په مسئله کې د روسيې د چلند پر وړاندې د ټولو د صبر کاسه ډکه شوې ده.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې امریکا د هغو وسله‌والو ډلو په مهارلو کې پاتې راغلی چې په سوریه کې ترې ملاتړ کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ویلي متحده ایالات هڅه کوي چې خپل مسؤلیتونه پر نورو واچوي.

XS
SM
MD
LG