د لاسرسي لېنکونه

مسکو پرون د هالند سفیر احظار کړ چې د هغې جنایي څېړنې په اړه ورته خپل احتجاج وړاندې کړي چې تېره اوونۍ یې خپله نتیجه اعلان کړه او ویې ویل چې د اوکراین په ختیځ کې مسافر وړونکې الوتکه هغه توغندي را نسکوره کړې وه چې له روسیې راوړل شوی و.

دغې څېړنې وموندله چې د مالیزیا د هوایي شرکت MH17 الوتکه د ۲۰۱۴ کال د جولای په اولسمه نېټه په هوا کې وچاودېده او ټوله ۲۹۸ سپرلۍ یې مړه شوه.

دغه الوتکه له امستردام څخه مالیزیا ته روانه وه.

د هالند، استرالیا، بلجیم، مالیزیا او اوکراین جنایي پلټونکو وویل چې دوی پاخه شواهد چې ترې انکارنشي کېدای موندلي چې بوک توغندی چې د اوکراین له ختیځې برخې چې هغه مهال د روس پلوه یاغیانو ترولکې لاندې وه، توغول شوی او پر دغې الوتکې لګېدلی و.

روسیه پردغو تورونو په غوسه شوې او د ملامتي ګوته یې اوکراین ته نیولې وه چې ولې یې د جګړو په مهال هوایي قلمرو نه و بند کړی.

د روسیې دغه غبرګون د دې سبب شوی و چې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د روسیې سفیر ور وغواړي او د مسکو د نه منلو وړڅرګندونو په اړه ورته شکایت وکړي.

XS
SM
MD
LG