د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغانستان ټولو ولایتونو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړېږي


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د یو نوي طرزالعمل له مخې به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب کمېټې جوړې شي.

دا کمېټه وايي چې د امنیت له شورا سره داسې پرېکړې ته رسېدلي چې له مخې به‌یې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته کار وشي.

د یادې کمېټې مشر نجیب شریفي ازادي راډیو ته وویل چې د ژورنالېستانو فدراسیون د امنیت شورا سره له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په دې طرزالعمل کار کړی دی.

نوموړی وايي چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په مشرۍ د همغږۍ کمېټې تېره ورځ په کابل کې په کار پیل وکړ او په وینا یې په ولایتونو کې به هم د خوندیتوب کمېټې جوړې شي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

"د دې طرزالعمل کار که په صحیح توګه عملي شي تر ډېره حده د خبریالانو او رسنیو امنیتي او د خوندیتوب ستونزې حلېږي، دا په دې معنی ده چې دا د ځواب ورکولو ډېر اغېزمن او جدي مېکانیزم دی څو د خبریالانو د خوندیتوب او ګواښونو د ختمولو لپاره وار د مخه تدابیر ونیول شي."

ښاغلی توحیدي وايي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست له توحید کمېټې سره په همغږۍ عملاً د خبریالانو خوندیتوب لپاره کار کوي.

د حکومتي ویاندویانو په وینا په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه ۱۰ زره خبریالان په ۷۵ ټلوېزیوني چینلونو، شاوخوا ۲۰۰ راډیوګانو او سلګونو چاپي رسنیو کې په کار بوخت دي چې ډېر ځله‌یې په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه خپرېږي.

د افغان ژورنالېستانو د ستونزو د ارزولو وروستۍ څېړنه چې تېره اوونۍ د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې له‌خوا شوې ښيي چې د ژورنالېستانو او رسنیو ستونزې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېرې شوې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي، په داسې حال کې چې د هېواد تر ګوټ ګوټ جګړې غځېدلي په افغانستان کې د خبریالانو د کار په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د دې ادارې اجرائیه رئیس صدیق‌الله توحیدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ظاهري ډول د حکومت هڅې هیله بخښونکي دي خو دوی عملي کار ته منتظر دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي
د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"د حکومت وروستي اقدامات د خبریالۍ اړوند بنسټونو د خوشبینۍ لامل شوي دي دا چې خبریالان د دولت ملاتړ لري، دې حکومت د اسنادو له مخې ډېر غټ کارونه کړي دي خو د عملي پلوه د روان کال له پیل راهیسې د خبریالانو په وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی شوی دی."

افغان خبریالان او د دوی اړونده ټولنې وايي چې اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی، ناامني، د خبریالانو د وژنو او تاوتریخوالي دوسیې نه‌څېړل او ځینې نور داسې موارد دي چې دوی یې په کاري چاپېریال کې اندېښمن کړي دي.

حکومت سره د ګډ کار کمېټې داسې وخت د یادو ستونزو د حل په خاطر رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو اړوند ځینې ټولنې رامنځته شوي چې د یو شمېر خبریالانو په باور اغېزمنې نه‌دي تمامې شوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG