د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

ننګرهار مدني فعالان: د حامد کرزي توهينوونکی دې سزا وویني


په ننګرهار کې د مختلفو بنسټونو مسؤلینو او مدني فعالانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شوی توهین په کلکو ټکو وغانده.

د سباوون ستوري په انسټېټیوټ کې په همدې هدف جوړه شوې غونډه کې مدني فعالانو او ليکوالانو پخوانی ولسمشر د سختو حالاتو مشر ياد کړ او د هغه پر وړاندې شوی توهين‌يې د هېواد د دښمنانو له‎خوا جوړه شوې دسیسه وبلله.

دوی وویل:

"موږ د دغه ډول اعمالو چې د هر چا له‎خوا په هر ځای کې کېږي مشرانو ته توهین کېږي په کلکو ټکو غندو او د هغوی پر ضد درېږو."

"هغه مشران چې څه باندې یوه لسیزه‌يې دې ملت ته قرباني ورکړې خدمت‌يې کړی د هغه پر وړاندې توهین موږ نه‎شو زغملی او دا کار د پردیو له‎خوا دسیسه ده."

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل لعل محمد دُراني پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه ملي مشر یاد کړ چې په هېواد کې د یووالي، ابادۍ او پرمختګ لپاره‌يې سختۍ وګاللې او ویې‌ويل، د هغه پر وړاندې توهین د ټول ملت توهين دی او عاملینو ته‌يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

ښاغلي دراني زیاته کړه:

"بلکې څلور دورې، موقته دوره، انتقالي دوره لومړی او دوهمه انتخابي دوره ولسمشر پاتې شوی موږ دا عمل په کلکو ټکو غندو د دې مسئلې تر شاه چې د هر چا لاس وي هغه باید ملت ته وښودل شي او سخترینه سزا ورته ورکړل شي."

په پای کې د غونډې ګډون‎والو له‎خوا برابر شوی پرېکړه‌لیک هم خپور شوی چې په دوو مادو کې له مرکزي حکومته د دې مسئلې د څېړنې او عاملینو ته د سزا غوښتنه کړې:

"پنځم: له دولت او په خاص ډول له عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د ښاغلي حامد کرزي د توهین عاملین ګرفتار او د دې پلان شوې دسیسې عاملین پيدا او رسوا کړي او ورته سخته سزا ورکړي.

شپږم: که د ملي مشرانو پر وړاندې دا ډول توهینونو ادامه پیدا کړه موږ به‌يې پر ضد درېږو او سخت عکس‌العمل به ښکاره کړو."

تېره اوونۍ د استاد برهان‌‎الدین رباني تلین په موخه جوړه شوې غونډه کې د یوه تن ګډونوال له‎خوا پخواني ولسمشر ته توهین وشو او پر هغه‌يې د مرګ شعار وکړ چې دا کار د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوی او دا کار یې د یو شمېر کړیو له‎خوا جوړه شوې دسیسه یاده کړه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG