د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

روسیه کې د امریکايي ډیپلوماټانو مسمومېدو په اړه د امریکا غبرګون


د تېرکال په ډسمبر میاشت کې دوه امریکايي ډيپلوماتان چې ډيپلوماتیکو پاسپورتونه یې لرل د روسیې په سنت پیترزبورګ ښار کې په داسې حال کې په نشه کې مسموم شول چې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره هلته تللي وو.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د دې پېښې ترشا له رازونو پرده پورته کوي.

امریکايي چارواکي وايي، د مسمومیت دا پېښه چې په نتیجه کې یې یو ډيپلومات په روغتون کې بستر شو، د امریکايي ډیپلوماتانو پرضد د دسیسو هغه لړۍ ده چې هدف یې په روسیه کې د امریکايي ډيپلوماتانو ځورول دي.

د امریکا د حکومت یو مقام او یوبل باخبره امریکايي مقام وايي، په نشه کې مسموم شوي امریکايي ډیپلوماتان په هغه کنفرانس کې د ګډون لپاره سانت پیترزبورګ ته تللي وو چې ملګرو ملتونو تېرکال د نوامبر میاشتې له دوهمې تر شپږمې نیټې د فساد پرضد په مبارزه کې د حکومتونو د رول په اړه د بحث لپاره جوړ کړی و.

دې پېښې چې په تېره ډسمبر میاشت کې د سانت پیترزبورګ د یوه هوټل په بار کې وشوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي خورا اندېښمن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه باخبره سرچینه وايي چې دې وزارت له پېښې وروسته په پټه خوله خپل اعتراض مسکو ته وسپاره او دا مسئله تر څه باندې دریو میاشتو مخکې پورې چې بله پېښه کېده غلې پاتې شوه.

د سږني کال په جون میاشت کې د امریکا پر یوه رسمي ډيپلومات په مسکو کې د امریکا د سفارت مخې ته د یوه ګارد له خوا حمله وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا له تېرو دوو کلونو راهیسې په روسیه کې د امریکايي ډيپلوماتانو د ځورونو لړۍ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینو په روسیه کې د امریکايي ډيپلوماتانو د ځورونو په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ځورونې له ۲۰۱۴ کال راهیسې زیاتې شوې دي.

دې مقام چې نه غواړي هویت یې افشا شي وویل چې د امریکا حکومت دا مسئله په لوړه کچه راپورته کړې او له نړیوالو قوانینو سره سم د خپلو ډيپلوماتانو د مصوونیت لپاره هڅو ته به دوام ورکړي.

په جون میاشت کې وروسته له دې چې امریکايي چارواکو روسیې ته له دې کبله شکایت وکړ نو روسیې هم متقابل شکایت وکړ ویې ویل چې په امریکا کې له روسي ډيپلوماتانو سره ورته چلند کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې روسیه هم ځوابي اقدام کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

نوموړې خبرداری ورکړ چې ښايي د غچ اخیستنې دا اقدامات زیات شي.

په تېرو څو کلونو کې حتی مخکې له دې چې د واشنګټن او مسکو اړیکي پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله ترینګلي شي په روسیه کې د امریکايي ډيپلوماتانو ځورول روان وو.

د پخواني شوروي د امنیتي دارو له خوا د امریکايي ډيپلوماتانو او ژورنالیستانو ځورول له څو لسیزو راهیسې روان دي خو جدیت او بڼه یې په بدلېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سرمفتش په یوه راپور کې یادونه شوې وه چې امریکايي ډيپلوماتان د روسیې د امنیتي ادارو له خوا له زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دي.

راپور زیاتوي چې د فشار دا کچه د سړې جګړې له پای ته رسېدو را په دې خوا ساری نه لري.

XS
SM
MD
LG