د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

نیویارک ټایمز افغانستان کې پوځي او بیارغونې ته کتنه کړې


فارن افییرز خپرونې د افغانستان ځان بسیاکېدنې تر سرلیک لاندې د بروکسل پر نړیوال کنفرانس تمرکز کړی او لیکي:

د سولې او هوساینې د شراکت په نوم دغه کنفرانس چې د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي په‎کې ګډون کوي په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان له امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی، له داسې ستونزو سره چې له امله یې د دې هېواد اقتصادي وده ورو شوې او لوستي کسان ترې وځي.

د خپرونې په وینا نړیواله ټولنه به له دغه کنفرانسه په استفادې د افغانستان د حکومت هغه پرمختګونه چې د مخکینیو توکیو او لندن د کنفرانسونو وروسته یې کړي، وڅېړي او د اصلاحاتو او اقتصادي ودې د دوام لپاره به د دې هېواد راتلونکی لید لوری مشخص کړي.

دغه کنفرانس به همدا شان د مرستندویانو لپاره یو فرصت وي چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې خپلې ژمنې تازه کړي.

د فارن افییرز په لیکنه بحث به پردې متمرکز وي چې د نوي افغانستان، د سولې او پرمختیا لپاره د حکومت پنځه کلنه سټراټیژي چې هدف یې د افغانستان په پښو درول یا په خپل ځان متکي کول دي، وڅېړل شي او ترې نتیجه واخېستل شي.

فارن افرییز لیکي:

مخکینۍ د افغانستان د پرمختګ ملي سټراټیژي چې تر ډېره د بهرنیو په له کنټروله وتلې مرستې متکي وه، په دې کې پاتې راغلې وه چې د فساد اغېز ته پام واړوي.

په دې سټراټیژي کې دغه راز د افغانستان پر منابعو د پانګونې په برخه کې د کابل د حکومت په ظرفیت پورې له انتظاره لېرې هیلې غوټه وي.

د خپرونې په وینا د هغې سټراټیژي چې په نتیجه کې یې افغانستان یو څه فرصتونه له لاسه ورکړل او هم یې مرستندویانو ته خپل اعتبار وبایله.

فارن افییرز خپرونه وړاندې لیکي:

هغو هڅو ته په پام سره چې د افغانستان اوسني حکومت په ځینو برخو کې مخ ته وړي دغه نوې سټراټيژي یې تر ډېره له واقعیتونو سره تړلې، په دې معنی چې حکومت د فساد د ناوړه اغېزو مسئله درک کړې او د له‎منځه وړلو لپاره یې جدي ژمنه کړې ده.

د فارن افییرز په لیکنه دغه اقدامات به له دې سره مرسته وکړي چې حکومت د نړیوالې ټولنې اعتبار او ملاتړ ترلاسه کړي او هم د دې هېواد په مهمو سکتورونو کې زیاتې پانګونې ته لاره هواره کړي.

بنسټیز تاسیسات، لکه لارې او سړکونه، انرژي او طبیعې زیرمې څو مهم سکتورونه بلل شوي دي.

فارن افییرز خپرونې د افغانستان لپاره په داسې حال کې چې د نړیوالو مرستو کمې شوې، د کانونو سکتور د عوایدو یوه ښه منبع بللې چې د نړیوال بانک په وینا کولای شي په لومړۍ مرحله کې تر۲۰۲۱ کال پورې د دې هېواد د کلنیو ناخالصه عوایدو په سلو کې له دوو نه تردرې پورې پوره کړي.

خوخپرونه په دې برخه کې د افغانستان بریالیتوب په دې پورې تړي چې دا هېواد د کانونو د صنعت لپاره څومره ماهر کار ګرروزي او که د موقت وخت لپاره تر ډېره پر بهرنیو ماهرو کارګرانو اتکا کوي ورسره به د یوه ټولنیز کړکیچ خطر زیات کړي.

فارن افییرز خپرونه د ځینو نورو مواردو د یادونې ترڅنګ لیکي، د بروکسل کنفرانس به بیا هم د افغانستان د حکومت لپاره یو فرصت وي چې په خپلو لاس ته راوړنو او راتلونکو پلانونوله مرستندویانو سره خبرې او بحث وکړي او د اوږدمهاله شراکت مسئله په داسې حال کې ډاډمنه کړي چې دا هېواد د په خپل ځان بسیا کېدو هدف ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې په تېرو پنځلسو کلونو کې پوځي او د بیارغونې هلو ځلو ته کتنه کړې ده.

کارلوته ګال چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې شاوخوا دولس کاله د افغانستان په اړه دې ورځپاڼې ته لیکنې کړي، په خپل دې مطلب کې د افغانستان د وضعیت یو تیاره تصویر ورکوي او په یوه برخه کې یې لیکي:

څلور ورځې وروسته د اکتوبر په اومه پر طالبانو او القاعده د امریکا د بمباري د پیلیدو پنځلس کاله پوره کېږي خو کله ناکله سړی داسې احساسوي چې موږ بېرته په سکور ون کې یو، "د نیویارک هغه سیمه چې له تروریستي بریدونو مخکې د سوداګرۍ لوړ پوړې ودانۍ په کې ولاړې وې" او څه نه لرو چې خلکو ته یې وښیو.

د مطلب لیکواله له یو لړ څرګندونو وروسته هغو مرستو ته په اشاره چې افغانستان په تېرو پنځلسو کلونو کې له نړیوالې ټولنې ترلاسه کړي دي، لیکي:

افغانستان د لویدیځې غاړې، غزې او لایبریا ترڅنګ هغه هېواد دی چې کلونه کلونه یې د خپلو ناخالصو کلینو عوایدو په پرتله ډېره زیاته مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG