د لاسرسي لېنکونه

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې پرون دوشنبې د وسله والو طالبانو یو "مخبر" ونیول شو چې د هدفي وژنو لپاره يې معلومات راغونډول.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم ضد ادارې مشر احمد شاه ملنګ ازادي راډیو ته وویل، هغه په سیمه کې وسله والو طالبانو ته معلومات را غونډول او په دې ولسوالۍ کې یې د پاڅونکونکو پر ضد حملو ته زمینه برابروله.

احمد شاه ملنګ زیاته کړه:

"دا سړی د کوهستان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مشر ملا امان ورور دی. نیول شوي سړي یوه موده له خپل ورور سره تروریستي عملیات هم کړي، موږ میمنې ته د هغه د راتګ د خبر له ترلاسه کولو وروسته، هغه ونیو. "

خو مشکوک نیول شوي ادعا کړې چې د دیني زده کړو لپاره کوهستان ولسوالۍ ته تللی او د وسله والو طالبانو له ویرې، له هغه ځایه فاریاب ته تښتیدلی و .

XS
SM
MD
LG