د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان حکومت پرون دوشنبې له اروپايي اتحادیې سره د هغو غېر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو موافقه وکړه چې په اروپا کې د سیاسي پناه لپاره په شرایطو برابر نه‎دي.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې هغه افغانان به چې په اروپا کې نه منل کېږي بېرته په خپله خاوره کې ځای پر ځای کوي او هغو افغانانو ته به چې قانوني اسناد نه‎لري په یوه میاشت کې د سفر اسناد برابروي.

افغانستان ته د دې افغانانو د ستنولو مالي لګښت به اروپايي اتحادیه ورکوي.

مخکې په رپوټونو کې ویل شوي و چې اروپايي اتحادیې له افغانستانه غوښتنه کړې چې لږ تر لږه ۸۰ زره هغه افغانان بېرته ومني چې په اروپا کې د پاتې کېدو په قانوني شرایطو برابر نه‎دي.

XS
SM
MD
LG