د لاسرسي لېنکونه

نن د سې شنبې ورځ ده چې د میزان له ۱۳مې سره برابره ده، دا ورځ هر کال د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د معلم د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

سږ کال هم د افغانستان د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دې ورځې د لمانځنې د مراسمو تابیا شوې ده.

معلم! هغه څوک چې د نوم په اورېدو یې، د انسان ذهن ته د ارزښتونو یو لوی څلی انځورېږي.

معلم د خپل هېواد بچیان روزي او د سالمو انسانانو په څېر یې ټولنې ته وړاندې کوي، خپله سوځي خو نورو ته رڼا ورکوي او غواړي چې د نورو بچیان له نورو سره سیال کړي.

خو د معلم درد چا درک کړ؟

چا وپوښتل او څوک پوهېږي چې معلم له څه شي ژاړي؟

همدا درد د کابل ښار یو تن معلم میرویس فقیر زاده چې خپل نیم ژوند یې د هېواد د بچیانو په روزنه او پالنه کې تېر کړی، ازادي راډیو ته داسې بیان کړ:

"معاشونه مو په خپل وخت نه‌رارسېږي، معاشونه مو کم دي او د دې تر څنګ له موږه درس غوښتل کېږي، کله چې زه په ګېډه وږی یم، اولادونه مو په نس ماړه نه‌وي، څنګه کولای شم د خلکو د اولادونو پر وړاندې ودرېږم او درس ورته وښایم، زموږ لومړنۍ ستونزه اقتصادي ده او کله چې اقتصادي ستونزه حل شي نو کېږي چې ټول کارونه وشي."

فقر، غربت، ناچاري، بې‌وزلي او بې‌کوري یوازې د ښاغلي فقیر زاده درد نه‌دی، بلکې په ټوله کې د یوه معلم د ژوند ناچار انځور دی چې ورسره لاس او ګرېوان دی.

د بې‌وسۍ او بې‌کسۍ یو بل درد چې د دوی په سترګو کې لیدل کېږي، دا دی چې د خپلو ستونزو او درد د ویلو ژبه نه‌لري او په دې وېره کې وي چې که‌یې نوم د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو ورسېږي، نو ښايي د یوې مړۍ ور په نصیب شوې روزۍ د ګټلو دغه هیله‌یې هم خاورې شي.

په همدې توګه د کابل یو بل تن معلم چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اووه زره یا شپږ نیم زره افغانۍ معاش راکوي، په دې د کور کرایه ورکړو، د بریښنا بېل ورکړو، خپل کور نه‌لرو دولت راسره ډېرې ژمنې کړي، د ځمکو په نوم‌یې رانه پیسې اخیستي خو غاصبینو مو ځمکې نیولي دي."

د پلازمېنې کابل یو بل معلم چې بار-بار یې ازادي راډیو ته په خبرو کې د معلمۍ په مقدسه دنده ویاړ کاوه، خو خپل بې‌وسه، فقیر او بې‌کوره ژوند ناهیلی کړی و او په حکومت‌یې غږ دا و چې د دوی د ژوند د ښه کېدو د اولادونو د ژوند د ښه‌والي په خاطر دې له دوی سره مرسته وکړي او له دې درده امان ورکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم مني چې معلمین د ډېرو ستونزو رنځ وړي او معلمین ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت د رهبرۍ لاندې تل په دې هڅه کې دي چې په راتلونکي کې د معلمینو د ژوند سطحه ښه شي.

مهرداد: هڅه دا ده چې په راتلونکي کې د معلمینو د ژوند سطحه ښه شي.

مهرداد: هڅه دا ده چې په راتلونکي کې د معلمینو د ژوند سطحه ښه شي.

ښاغلي مهرداد زیاته کړه:

"ښاغلی ولسمشر، ښاغلی اجرائیه رئیس او د پوهنې وزارت رهبري په دې هڅه کې ده چې څنګه کولای شي د معلمینو د ژوند سطحه لوړه شي خو په اوس وخت کې چې کومې مالي سرچینې شته بدبختانه په هغه اندازه نه‌دي چې وکولای شو اوس پرې د معاشونو وضعیت ښه کړو خو په راتلونکي کې د حکومت ټوله هڅه دا ده چې د معلمینو وضعیت تغییر وکړي ځکه تر څو چې د معلمینو وضعیت ښه نه‎شي د پوهنې په وضعیت کې ښه‌والی نه‌راځي."

ښاغلي مهرداد د معلمینو د سر پنا په اړه وویل چې تر دې دمه‌یې معلمینو ته د توزېع په خاطر د استوګنې ۳۰۱۳۳ نمرې چمتو کړي دي، خو په خبره‌یې چې د ښار جوړولو وزارت سره‌ به د نقشې تر جوړولو وروسته توزېع او د معلمینو د بې‌کورۍ ستونزه به ورسره هواره شي.

خو د معلمینو په خبره چې کلونه پخوا چې افغان دولت د دوی په نوم کومه ځمکه جلا کړې او له دوی یې پیسې پرې اخیستې اوس د زورواکو له‎خوا غصب شوي چې دولت‌یې په راګرځولو کې پاتې راغلی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې ۲۰۰ زره معلمین لري چې په اووه زره ښوونځیو کې د تدریس چارې پر مخ بیایي.

د حقوقي چارو کارپوهان وایي، که د معلمینو د فقر او بې‌کورۍ ستونزو ته حکومت پر وخت رسیده‎ګي او پاملرنه ونه‌کړي، نو پوهنیز نظام به مو د نورو سختو ننګونو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د رخصتیو او نورو غیرې رسمي ورځو پر مهال چې د تدریس چارې په‌کې نه‌ترسره کېږي، معلمینو ته د هغو ورځو معاش هم نه‌ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG