د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د القاعده شبکې قوماندان شیخ ابوفراج‌المصري سوریه کې ووژل شو


د القاعده شبکې یو پېژندل شوی قوماندان شیخ ابوفراج‌المصري چې وروسته په سوریه کې د جبهه‌النصره ډلې لوی مشر شو، پرون د سوریې په ادلب ښار کې په هوايي حمله کې ووژل شو.

په سوریه کې د وسله‎والو ډلو سرچینو دا خبر تائید کړی دی.

سوریه کې د جبهه‌النصره ډلې چې اوس جبهه فتح‌الشام بلل کېږي، دا پېژندل شوی قوماندان پرون دوشنبه په ادلب کې د جسر الشغور سیمې ته نېږدې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پرون د دې خبر تر خپرېدو مخکې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو په سوریه کې د جبهه فتح‌الشام یو پېژندل شوی قوماندان په نښه کړی خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې وه.

ابوفراج‌المصري چې اصلي نوم‌يې احمد سلامه مبارک و، په خټه مصری دی.

ابوفراج‌الصمري په مصر کې له افراطي اسلامپالو ډلو سره په همکارۍ او د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات د قتل لپاره د دسیسې جوړولو په جرم ډېره موده په مصر کې زنداني و.

د وسله‎والو یوې ډلې پر ټویټر وویل چې ابوفراج‌المصري د سوریې په شمال لوېدیځ کې د جسر الشغور سیمې ته نېږدې د سفر پر مهال، د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې ووژل شو.

سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو د عملیاتو له پیل راهیسې د النصره جبهې پر وسله‎والو هم په پرله‌پسې ډول هوايي حملې کېږي چې ګڼ شمېر غړي یې په‎کې وژل شوي دي.

سوریه کې تېره میاشت هم د جبهه‌النصره چې اوس جبهه فتح‌الشام بلل کېږي، یو پيژندل شوی قوماندان ابوهاجر الحمصي د حلب ښار په مربوطاتو کې په هوايي حمله کې ووژل شو.

ابوفراج‌الصمري شپېته کلن و.

هغه د القاعده شبکې د مشر ایمن الزواهري له نېږدې ملګرو بلل کېږي چې په افغانستان کې یې د شوروي د اشغال پر مهال په جهاد کې هم برخه اخیستې وه.

د سرچینو په حواله، ابوفراج‌المصري په خپل هېواد مصر کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، د نورو بهرنیو وسله‎والو په څېر له جبهه‌النصره سره د یوځای کېدو لپاره سوریې ته تللی و.

د رپوټونو پر اساس، ابوفراج‌المصري په مصر کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي د حکومت پر مهال له زندانه خوشې شوی او بیا یې سوريې ته لار ایستلې وه او هلته‌یې د وسله‎والو مشري کوله.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوې ډلې چې مرکز يې په لندن کې دی ویلي چې قوماندان المصري د ترکیې سرحد ته نېږدې رسېدلی و چې موټر یې د بې‌پيلوټه الوتکې په راکټ وویشتل شو.

سوریه کې د وسله‎والو پر ضد هوايي حملې ادامه لري او هلته د بشري حقونو د څارنې یوې ډلې ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې چې په سوریه کې اوربند مات شوی، یوازې د حلب ښار په مرکزي او شاوخوا سیمو کې ۴۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG