د لاسرسي لېنکونه

د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر له اذربایجان څخه خپله یو ورځنی کتنه پای ته ورسوله.

پاپ فرانسېس پرون د باکو په حیدر جومات کې د اذربایجان د مختلفو مذاهبو له پیروانو سره وکتل.

پاپ د مسلمانانو،یهودانو او د روسيې د ارتوډوکس کلیسا مشرانو ته وویل، د عبادت په ځای کې له یو بل سره کتنه یوه پیاوړې نښه ده چې مذهب د شخصي اړیکو او ښه نیت پر اساس همغږي رامنځته کولی شي.

پاپ فرانسېس د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره هم وکتل او اذري مشر دا کتنه تاریخي وبلله.

د نړۍ د کاتولیک مسحیانو مشر اذربایجان ته له تګ دمخه ګورجستان ته هم سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG