د لاسرسي لېنکونه

د دوشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ لپاره د جرمني هېواد په مالي مرسته د ۷ لکه ۱۹ زره یورو په لګښت د دوه پوړیزې ودانۍ او نورو اړوندو تاسیساتو د جوړولو کار پیل شو.

د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ د ودانیو ترڅنګ د زده کوونکو د عملي زده کړو او تجربو د حاصلولو لپاره یو شمېر واړه تحقیقاتي کرنیز فارمونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي د یا دي ودانۍ د کار د شروع په ځای کې د پروژې د مشخصاتو په باب ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دا انسټیټوټ چې د شپږو میاشتو په موده کې به د اوه لکه ۱۹ زره یورو لګښت باندې په اساسي ډول جوړېږي، البته یوازې د تعمیر مسئاله يې نه ده بلکې نور اړین ملحقات او تاسیسات، تجهیزات لکه لابراتوار همدارنګه د عملي زده کړو لپاره باغونه او نورې ساحې لوازم او تجهیزات شامل دي."

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، یاده ودانۍ به ۱۶ درسي سالونونه، دفتري خونې او د انسټیټیوټ په انګړه کې د کرنیزو تجربو او عملي زده کړو څو واړه فارمونه هم ولري.

د خوست د پوهنې ادارې د مسؤلینو په وینا دا مهال په ټول ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي اساسي ودانۍ او سرپناه نه لري چې له کبله يې زده کوونکي بیدیاوو کې په خلاصې فضاء زده کړې کوي، ګرمي، باد، باران، ساړه او نورې اقلیمي ستونزې ډېر کله د زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخوي.

XS
SM
MD
LG