د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د برېښنا د تولید ۴ پروژې خصوصي سکتور ته ورکړل شوي


د افغانستان د برېښنا او اوبو وزارت وايي، د برېښنا د تولید څلور مهمې پروژې، خصوصي سکټور ته ورکړل شوي دي.

دا وزارت وايي، د کجکي، دوهم سروبي، بلخ او د شبرغان د برېښنا تولیدولو بندونو څلور تړونونه د برېښنا د خدمتونو تنظیم د قانون له مخې او تر یوې شفافې تدارکاتي پروسې وروسته، خصوصي سکټور ته ورکړل شوي دي.

د برېښنا او اوبو وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه شرکتونه چې د دې بندونو د جوړولو تړونونه ورسره شوي اړ دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د برېښنا او اوبو وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي
د برېښنا او اوبو وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

"تدارکاتي پروسه بشپړ شفافیت لري، خو د دې تړونونو تدارکاتي پروسه، له دې امله چې دغه شرکتونه په‎کې پانګونه وکړي، د نورو ټولګټو پروسو سره توپیر لري. له هغې وروسته چې شرکتونو لېوالتیا وښوده، په ټولنیزو او عمومي پاڼو کې یې اعلانوو، څو نور شرکتونه هم په‌کې برخه واخلي."

د عظیمي په خبره، ترکي ۷۷ شرکت به د کجکي بند د برېښنا د تولید په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره، غضنفر ګروپ به د بلخ د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې ۷۵ میلیونه ډالره، الکوزی ګروپ به د دوهم سروبي د برېښنا د تولید په برخه کې ۳۰۰ میلیونه او د بیات پاور شرکت به د شبرغان د برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د برېښنا او اوبو وزارت چارواکي وايي، هر کس او شرکت چې وغواړي د برېښنا د تولید، توزیع، لېږدولو، واردولو او ساتنې او مراقبت په برخو کې د فعالیت جواز واخلي، کولای شي چې د برېښنا او اوبو وزارت ته مراجعه وکړي.

دوی دا ډول تړونونه ګټور ګڼي او وايي چې هېواد به د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان د بسیاینې په لور سم شي.

افغانستان له خپلو مختلفو طبیعي منابعو څخه د ۳۱۰ زرو مېګا واټو برېښنا د تولید ظرفیت لري
افغانستان له خپلو مختلفو طبیعي منابعو څخه د ۳۱۰ زرو مېګا واټو برېښنا د تولید ظرفیت لري

دا وزارت وايي، که څه هم افغانستان له خپلو مختلفو طبیعي منابعو څخه د ۳۱۰ زرو مېګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري خو اوس‎مهال ډېره برېښنا له بهره واردوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه عارف نظیف وايي، د کورنۍ برېښنا تولید کولای شي چې هېواد له نورو څخه د برېښنا له احتیاجه وژغوري او په اقتصادي وده کې به هم مهم رول ولوبوي.

ښاغلي نظیف زیاته کړه:

"په ډېریو هېوادونو کې پراختیا د خصوصي سکټور له لارې کېږي. دا یو نېک عمل دی چې خصوصي سکټور د هېواد په پراختیا کې شریکوو او هغه هم د برېښنا په تولید کې."

ښاغلی نظیف وايي چې دا کار به خلکو ته د کار زمینې برابرې او د امنیت له ټینګښت سره به هم مرسته وکړي.

د افغانستان د برېښنا او اوبو وزارت وايي، د دې شرکتونو له فعالیت سره به د افغانستان برېښنا شرکت د تولید شوې برېښنا بیه وټاکي او وبه‌يې پېري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG