د لاسرسي لېنکونه

سمنګان کې د فوټبال د ټاکل شوې لوبډلې د جوړېدو په هدف سیالۍ روانې دي.

د سمنګان د بدني روزنې امر سردار دولت‎زي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د مرکز او ولسوالیو د اتلسو ټيمونود لوبغاړو ترمنځ جوړې شوي دي.

ښاغلی دولت‎زی وایي چې فوټبال سیالي د سمنګان ولایت لپاره د فوټبال د منتخب ټيم د جوړېدلو په هدف ترسره کېږي.

نوموړی وایي چې دغه سیالۍ له یوې میاشتۍ راهیسي پيل او د روانې اونۍ ترپایه پوري به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG