د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې چې ډېر ژر د هنډبال سیالۍ د مرکز او ولایتونو د ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شي.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون رئیس یوسف نیازي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې به دهرات، غور، غزني، پروان، لوګر، خوست، پکتیا ولایتونو او مرکز کابل څخه لوبغاړي ګډون وکړي.

ښاغلی نیازی د دغو سیالیو د جوړلو په اړه وویل،

د دغو سیالیو د جوړولو هدف په هنډبال ټیمونو کې د نویو قوانینو پلي کول دي چې د هنډبال نړیوال فدراسیون څخه موږ ته رسېدلي دي.

د ښاغلي نیازي په خبره دغه سیالۍ به د میزان په ۱۵ نېټه پیل او د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG