د لاسرسي لېنکونه

د هرات ولایت د اقتصاد ریاست وایي چې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت پر درېیو فابریکو پانګونه شوې ده.

د هرات د اقتصاد رئیس عبدالناصر اسودي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فابریکو څخه دوه یې د هرات د مرمرو ډبرې په معیاري توګه پروسس کوي او درېیمه فابریکه د کاغذي کارتنونو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.

ښاغلی اسودي وایي چې د کاغذي کارتنونو فابریکه به په لنډ وخت کې د میوو د بسته بندۍ په برخه کې د کاغذي کارتنونو له پلوه د هرات او وروسته د ټول هېواد اړتیا پوره کړي.

د هرات اقتصاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو درېیو فابریکو کې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ښاغلي اسودي په خبره په تېرو ۱۵ کلنو کې په هرات ولایت کې ۴۰۰ فابریکو تولید کاوه چې د ځینو ستونزو له امله یې اوس یوازې ۲۰۰ فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG