د لاسرسي لېنکونه

د سوریې پوځ په حلب ښار کې پر یاغیانو غږ کړی چې تسلیم شي.

د دې محاصره شوي ښار په مختلفو برخو کې تر اوسه شاوخوا دونیم لکه کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د سوریې پوځ پر مخالفو وسله‌والو ځواکونو غږ کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له محاصره شوي حلب ښار څخه ووځي.

دا ښار له څه مودې راهیسې د سوریې د حکومتي ځواکونو او د روسیې د الوتکو تر حملو لاندې دی.

د سوریې پوځ دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې کړې چې د سوریې او روسیې الوتکو د یاغیانو پر سنګرونو په لسګونو بمبارۍ کړي.

​ ویل کېږي شاوخوا دونیم لکه ملکي وګړي د دې ښار په هغو برخو کې اوسي چې د حکومت ضد ځواکونو په کنټرول کې دي.

د سوریې پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې دولتي خبري اژانس صنعا خپره کړې ويلي چې یاغیان دې په حلب کې له خپلو سنګرونو ووځي او ملکیان دې پرېږدي چې خپل عادي ژوند وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز ویل شوي چې د روسیې او سوریې ځواکونه به د هر هغه مخالفه وسله‌وال لپاره د امن لاره خوندي او ورسره مرسته وکړي چې له جګړې لاس اخلي.

په عین حال کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر «سټیفن اوبراین» پر حلب چې د سوریې د وهم لوی ښار دی، د حملو د درولو لپاره د نړیوالو له لوري د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

اوبراین په حلب کې بشري وضعیت دوزخ ته ورته وباله او ویې‌ویل چې خلک نه اوبه، نه ډوډۍ، نه برېښنا او نه هم درمل لري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون پر سوریې او روسیې سخت انتقاد وکړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون

هغه په بیرمینګهام کې د وینا په ترڅ کې وویل:

"دا په حلب کې پرخلکو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د وحشیګرۍ او هم په هغو اعمالو کې د روسیې د لاس لرلو دوام دی چې ښکاره جنګي جنایت بلل کېږي، پر روغتونونو بمباري، له دې سره سره چې دوی پوه دي چې هغه روغتونونه دي او له روغتونونو پرته بل څه نه‌دي، دا کار د سولې د خبرو د بیا پیلېدو پروسه ناممکنه کوي او د کډوالۍ بحران چې رسېدګي ته‌یې تېر ۲۰۱۵ کال اروپا له ستونزو سره مخامخ شوی وو، اوږدوي."

له بلې‌خوا د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې یاغیانو او د سوریې حکومتي ځواکونو او ملاتړو یې د دې ښار په مختلفو برخو کې د توپونو ډزې تبادله کړي.

دغې ډلې وویل چې د روسیې هوایي بمباریو د رژیم له ځواکونو سره مرسته کړې چې د دې ښار په شمالي برخه کې پرمختګ وکړي او ځان هغو څنډو ته ورسوي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.

په ورته وخت کې پرون په بروکسل کې اروپایي ټولنې له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ د بشري مرستو یو نوی پلان وړاندې کړ، خو ویې‌ویل چې عملي کېدل‌یې د جګړې د ټولو ښکېلو خواو همکاري ته اړتیا لري.

د دغه پلان له مخې په حلب کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تر ۱۳۰ زره کسانو ته اوبه، ډوډۍ، درمل او نور د اړتیا وړ مواد رسول کېږي او هغه کسان له سیمې ایستل کېږي چې عاجلې درملنې ته اړتیا لري.

په سوریه کې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له دونیم لکو ډېر کسان وژل شوي او د دې هېواد د نفوسو تقریباً نیمایي برخه یعنې شاوخوا یولس میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG