د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پخواني ولسمشر سپکاوی غندلی او ویلي یې چې یو شمېر کړیو د بهرنیو استخباراتو په لارښوونه د ملي مشرانو شخصیت وژنې لپاره پراخې او ځنځیریزې هڅې پیل کړي دي.

د ملي امنیت شورا نن په یوه خبرپاڼه کې د حنیف اتمر له قوله ویلي چې د سپکاوي د دا ډول هڅو دوام به د دوی او د دوی د بهرنیو ملاتړو لپاره ښې پایلې ونه ولري.

ملي امنیت شورا همدارنګه ویلي، د افغانستان ولس او دولت به دغو کړیو ته اجازه ورنه‎کړي چې د افغان مشرانو په سپکولو له خپلو بهرنیو بادارانو نه سیاسي منفعت ترلاسه کړي.

دا څرګندونې له هغې وروسته مطرح کېږي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د تېرې جمعې په ورځ د برهان الدین رباني د پنځم تلین په غونډه کې د "مرګ پر کرزي" له نارو سره مخ شو.

خو ښاغلي کرزي هغو کسانو ته چې د مرګ پر کرزي چیغې یې وهلې وویل، په دې کار کې بهرنیان لاس لري.

XS
SM
MD
LG