د لاسرسي لېنکونه

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې څلور تنه وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین په یوه باسیکل کې وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی و.

نوموړي وویل چې چاودنه د درزاب ولسوالۍ په بازار کې د خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې شوې ده.

خو د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې له دیرشو څخه ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG