د لاسرسي لېنکونه

بریتانیا د بروکسل غونډې د جوړېدو دمخه د افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو په لړ کې د امن، ثبات او پرمختګ په هدف تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ۷۵۰ میلونو پونډو د مرستې اعلان وکړ.

دغه مرستې به په راتلونکو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ،پوهنې،روغتیا،ماین‎پاکۍ او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې ولګول شي.

په کابل کې د بریتانا سفیر ډومنېک جیرمي د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، دغه مرستې به په راتلونکو څلور کلونو کې د ښې حکومتوالۍ ترڅنګ په یو شمېرو نورو بنسټیزو برخو کې ولګول شي.

په کابل کې د بریتانا سفیر ډومنېک جیرمي

په کابل کې د بریتانا سفیر ډومنېک جیرمي

ښاغلي جیرمي زیاته کړه:

"موږ غواړو د افغان حکومت ملاتړ وکړو او دوی سره په پرمختیايي چارو کې همکار و اوسو،موږ د افغانانو د ښه ژوند لپاره کار کوو، موږ د يوه باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي یو او خوښ یو چې په دې برخه کې د افغانستان ملاتړي یو."

د يادې مرستې سربېره د بریتانیا هېواد د افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غوښتنې په ځواب کې د ۱۵ میلونو نورو پاونډو د مرستې اعلان هم وکړ.

دوی وايي، دغې بېړنۍ مرستې به د خوراکي توکو، درملو، نقدي مرستو او سرپناه په برخه کې ولګول شي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا وايي، که له افغانستان سره د بهرنیو مرستې په‎خپله د افغان حکومت د ملي بودیجې له لارې مصرف شي مؤثریت به یې ډېر وي.

اقتصادي کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي :

"بې له شکه په حکومت کې هم فساد شته خو لیکن بیا هم یو دولتي سیسټم موجود دی چې هغه د دې اجازه نه ورکوي چې خلک دې ډېرې پیسې له سیسټمه وباسي."

د ښاغلي جیلاني په خبره د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې د ملي یوالي د حکومت هڅې د ستایلو دي خو لاهم د نورو بهرنیو هېوادونو د مرستو د جلبولو لپاره باید جدي ګامونه پورته شي.

محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG