د لاسرسي لېنکونه

ایتوپیا کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې د مظاهرې پرمهال په ګڼه ګوڼه کې څه باندې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې په اورومییه Oromiya سیمه کې دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې پولیسو د مظاهره‎چیانو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او هوايي ډزو کار واخېست.

د ایتوپیا دولتي ټلویزیون د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې ۵۲ کسان مړه شوي او اپوزیسیون هم ویلي لږ تر لږه ۵۰ کسان د دې مذهبي مراسمو په ترڅ کې چې شاوخوا دوه میلیون وګړو برخه په‎کې اخېستې وه مړه شوي دي.

د ایتوپیا حکومت په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پېښې عاملان به محاکمه کړي.

په ایتوپیا کې له څو میاشتو راهیسې هغه اعتراضونه روان دي چې په ترڅ کې یې خلک له حکومته د پراخو آزادیو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG