د لاسرسي لېنکونه

جوزجان ولایت کې درې کسان چې د چارواکو په وینا د ولسي پاڅون غړي وو، د وسله‎والو له‎خوا وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دا درې کسان پرون د شبرغان- درزاب ولسوالۍ په لویه لاره کې وژل شوي دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان د درزاب ولسوالۍ د مغل کلي اوسیدونکي و چې د تذکرې د اخېستو لپاره شبرغان ته تللي وو او د راستنېدو پرمهال د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG