د لاسرسي لېنکونه

جرمني کې يوه ۱۸ کلن افغان پناه غوښتونکى وروسته له هغې مړ شو چې د چړې په واسطه ورباندې حمله وشوه.

راپورونه وايي، دغه افغان چې نوم يې نه دى اخېستل شوى، پرون ناوخته يې له برلين دبادې په لودويګز فلده ښارګوټي کې پر سينه د چړې څو ګوزارونه وشول.

پوليسو ويلي چې دغه ځوان د سختو ټپونو له کبله روغتون ته پر لار ساه ورکړه.

په راپور کې ويل شوي چې مشکوک حمله کوونکى نيول شوى دى.

ويل شوي پېښه د کډوالو يوه مرکز ته نېږدې شوې چې جرمني ته له تګ وروسته دغه ځوان ورڅخه ګټه اخيستله.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې مشکوک کس او وژل شوي ځوان له يو بل سره پېژندل خو د دې حملې علت لا هم څرګند نه دى.

XS
SM
MD
LG