د لاسرسي لېنکونه

د اوکراين پوځ او روس-پلوه بېتلون غوښتونکي وايي، د اوکراين په ختيځ کې د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته شوي دي.

تېره مياشت د دې سيمې د غيرنظامي کېدو پر سر موافقه شوې وه.

د اوکراين د پوځ وياند والين-تين شيفچينکو پرون وويل چې دواړو لوريو خپل ځواکونه له زولوتي ښارګوټي څو کيلومتره شا ته کړي دي.

دغه ښارګوټى په وروستيو کې د سختو جګړو شاهد و.

شيفچينکو زياته کړه، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځينې غړي چې د اوکراين په دونباس سيمه کې ماموريت پرمخ بيايي، د دغو ځواکونو شاتګ تاييد کړى دى.

په همدې حال کې د بېلتون غوښتونکو يوه استازي ميخايل فيليمو نينکو وويل، اوس په هغو مورچو کې چې پخوا ګڼ سرتېري وو، د مينسک له موافقې سره سم يو سرتېرى هم نه شته.

د اوکراين د حکومت استازي او مسکو-پلوه بېلتون غوښتونکي په سپټمبر مياشت کې په مينسک کې يوې موافقې ته ورسېدل چې له مخې يې دوى بايد له زولوتي، ستانيڅيا لوهانسکا او د پيتروفسکي ښار ګوټي له دونيڅک سيمې څخه درنې وسلې او جنګيالي وباسي.

له وروستيو دوو سيمو د پوځيانو او وسلو د ايستلو راپور نه دى ورکړل شوى دى.

وروسته له هغې چې مسکو د ٢٠١٤میلادي کال په مارچ مياشت کې د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې وتړله، ورسره د اوکراين په ختيځ کې جګړه پيل شوه چې تر اوسه يې په نتيجه کې لږ تر لږه ٩زره او ٦٠٠ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG