د لاسرسي لېنکونه

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د ۷ میاشتو په جریان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لړې د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.

یاد معینیت وايي، له دې سره چې د کوکنارو د کر کیلي مخنیوی په هېواد کې کمرنګه شوی، خو د مخدره موادو د کشف او ضبط په برخه کې د پام وړ لاسته راوړن هم لري.

د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معین په هېواد کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي د پروسې د لړۍ د کمرنګه کېدو لامل په یو شمېر سیمو کې نا امني او د افغان ځواکونو نه همکاري یادوي.

بازمحمد احمدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دوی غواړي د بهرنیو ځواکونو په مرسته د روان کال په ورستیو میاشتو کې پر هغو سیمو تمرکز وکړي چې، نامنه دي.

بازمحمد احمدي

بازمحمد احمدي

هغه زیاته کړه:

"بدبختانه د کوکنارو د کښت په وړاندې د مخنیوي لړې د تېر کال په پرتله کمزورې شوې او موږ د دقیقو پروګرامونو او د افغانستان د نورو کشفي او امنیتي قوتونو په همغږۍ مخته ځو او سږ کال افغان امنیتي ځواکونه له موږ سره مرسته ونه کړای شوه او موږ به د بهرنیو ځواکونو په مرسته مخته ولاړ شو چې هغه سیمی خپل پوښښ لاندي راولو چې زیانمني شوي."

د ښاغلي احمدي په خبره د ۱۸۵ ټنه مخدره موادو نیول، د ۲۲ بابه د هیروینو کارخانو له منځه وړل، د ۱۵۳۵ وړو او لویو قاچاق کوونکو او د ۱۲نړیوالو قاچاق کوونکو نیول د دوی لاسته راوړني دي.

په ورته وخت کې د چارو ځیني شنونکي، دغه لاس ته اړونې کافي نه بولي او ټینګار کوي که د کوکنار د لمنځه وړلو لپاره ریښتنې ژمنه موجوده وي، نو اسانه لارې شته چې له افغانستانه دغه بوټي په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخواني مرستیال ابراهیم ازهر ازادي راډیو ته وویل په ناامنه سیمو کې امنیتي ځواکونه کولای شي، دغه بوټي د هوا له لارې د دوا په واسطه له منځه یوسي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر

هغه زیاته کړه:

"که رښتیا هم د مخدره توکو د له منځه وړلو هوډ موجود وي، نو ډېري ساده او موډرنې لارې شته چې کولای شي د کوکنارو کښت له منځه یوسې، هر کله که حکومت د دغه ګواښ په وړاندې خپل جدي پرېکړه وکړه دغه ستونزه به حل شي."

ښاغلي ازهر همدارنګه وویل، حکومت کولای شي چې په ناامنه ولایتونو کې د رسنیو له لارې د دې پدیدې د زیانونو په اړه خلکوته عامه پوهاوی ورکړي چې دا اقدام تر یو حده د کوکنارو له کمښت سره مرسته کولای شي.

نوموړی زیاتوي په ډېری مواردو کې د مخدره موادو قاچاق کوونکو د حکومت په دننه کې لاره کړې او دوی هڅه کوي چې د مخدره موادو پر وړاندې د حکومت کوښښونه له ناکامۍ سره مخ کړي.

د هغه په خبره تر هغې چې دا کسان ونه پېژندل شي او مخه یې ډب نشي، نو د مخدره موادو پر وړاندې مبازره به وخت ونیسي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG