د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ استجواب کړی و.

د ده د استجواب هدف دا و چې د کورنیو چارو وزارت د شمالي او لوېدیځو ولایتونو تر منځ د لویو لارو خوندیتوب ته څه تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، د هېواد د ولایتونو تر منځ د لویو لارو د امنیت ساتل، د دوی په لومړیتوبونو کې دي او په همدې هدف همدا اوس د هېواد په ناامنو سیمو کې د مخالفینو پر وړاندې عملیات روان دي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم په ځینو سیمو کې تحدیدونه شته او مخالفین هڅه کوي چې یا ځینې سیمې ونیسي او یا لويې لارې وتړي، خو پر وړاندې یې عملیات روان دي، لومړیتوب مو دا دی چې لویې لارې خلاصې وي، په مجموع کې موږ د لویو لارو د خلاصولو لپاره پلانونه ترتیب کړي."

ښاغلي جاهد وویل، هره ورځ د مخالفینو د ځپلو لپاره امنیتي ځواکونه له لسو څخه نیولې تر شلو پورې عملیات کوي او نه‌پرېږدي چې لویې لارې تړلې پاتې شي.

د مشرانو جرګې غړو ویل، له ډېرې مودې راهیسې د کندز-بغلان، کندز-تخار، تخار، بدخشان او د ځینو لوېدیځو ولایتونو تر منځ لویې لارې تړل کېږي چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي.

د کندز تخار لویه لار

د کندز تخار لویه لار

دوی دا هم وویل، د لارو د تړل کېدو له امله ډېر ځله خوراکي مواد له یوې سیمې څخه بلې ته نه‌رسېږي چې د موادو پر بیو ناوړه اغېز پرې باسي.

د پوځي چارو پوهان وايي، افغانستان یوه غرنۍ سیمه ده چې د مخالفینو د پټېدو لپاره ګڼ خوندي ځایونه لري.

دوی وايي، د لارو د خلاصون لپاره په کار ده چې له پولیسو سره هوايي ځواکونه ملګرتیا وکړي.

د دې کارپوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل:

"هغې ډلې چې په مختلفو بڼو زموږ پر ضد جنګېږي او اخلال کوي، هغه په لاس نه‌راځي، که پر لویو لارو هلیکوپټر وګرځي سیمه کنټرولی شي، خو ځمکني ځواکونه نه‌شي کولای چې دغه ډلې ونیسي."

د افغانستان د لویو لارو تړل کېدل نوې خبره نه‌ده بلکې ډېر ځله داسې پېښې شوي چې مخالفین د هېواد د ځینو ولایتونو تر منځ لويې لارې وتړي.

څه موده وړاندې د کندز-تخار لویه لار د څو ورځو لپاره د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

امنیتي ځواکونه وايي، مخالفینو کله کله ځینې لویې لارې د لنډې مودې لپاره بندې کړي، خو د عملیاتو په نتیجه کې بېرته خلاصې شوي دي.

ښاغلی فقیر وايي، د لویو لارو د خلاصولو بله لاره دا ده چې امنیتي پوستې په مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای او په دوامداره توګه و څارل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG