د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو په کابل ښار کې د غلاوو او موټر تښتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغې جرګې نن په دې اړه د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي د معلوماتو لپاره خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ښار پراخوالي او نفوس ته په کتو اوس هم پولیس توانېدلي چې د زیاتو غلاو مخه ونیسي.

ښاغلی رحیمي وايي, پولیس هره ورځ لږ تر لیږ له ۳۰ تر ۴۰ پورې هغه موټر بېرته پيدا کوي چې غلا شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوشمېر کابل ښاریانو په ښار کې له غلاو هم شکایت کړی و.

XS
SM
MD
LG