د لاسرسي لېنکونه

د کندهار د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې د طالبانو د جلب او جذب مسؤل او پر هوايي ډګر د توغنديو توغوونکي په ګډون درې وسله وال نیولي.

په کندهار د ملي امنيت د ادارې لخوا نن په يوه خپره شوې ویډيو کې نیول شويو کسانو پر خپلو فعاليتونو اعتراف کړی، خو ویلي يې دی چې د پولې له هغې غاړي څخه د ځينو طالب قوماندانانو له لوري په تکتیکي ډول خطا ایستل شوي و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG