د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې ولسمشر د دغه هېواد په پارلمان کې په اروپايي ټولنې غږ وکړ چې په دغې ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

رجب طیب اردوغان د پارلمان په پرانیست غونډه کې وویل چې اروپايي ټولنه دې همداراز د ترکیې اتباعو ته د ازادې وېزې د ورکولو په اړه خپله ژمنه په همدې میاشت کې پر ځای کړي.

اروپايي ټولنې د اروپا لویې وچې ته د ناقانونه کډوالو د ور اوښتو د مخنیوي په خاطر د ترکیې د مرستې په بدل کې ترکانو ته د وېزې د ازادولو ژمنه کړې وه.

ښاغلي اردوغان وویل که اروپايي ټولنه ترکیې ته غړیتوب ورکوي موږ چمتووالی لرو.

خو باید هغوی پوه شي چې اوس نو د لوبې پای رارسېدلی.

د ترکیې ولسمشر اروپايي ټولنه تورنه کړه چې اتیا میلوني هېواد یې ۵۳ کاله په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب په خاطر د دروازو تر شاه تم پاتې کړي.

XS
SM
MD
LG